نوې اپلاتوني فلسفه
نوې اپلاتوني فلسفه (په انګلیسي: neoplatonism) داسې یوه فلسفي او دیني نظام ته ویل کېږي چې په ۲۴۵ز کال کې د فلوطین په هڅه پیل شو، چې د اپلاتون د فلسفې او الهیاتپوهنې درس ورکوي او تر د منځمهالو پېړیو (شاوخوا ۸۰ز تر ۲۴۵ز پورې) منځنۍ اپلاتونوالې پورې غځېږي. د «neoplatonism» یا «Neo-Platonism» انګلیسي ګړنه د اتلسمې او نولسمې پېړۍ آلماني پوهانو لهخوا رامنځ ته شوې ده (آلماني ګړنه په اتلسمې پېړۍ کې: «Neu-Platonische»؛ په نولسمې پېړۍ کې: «Neuplatoniker») چې غوښتل یې تاریخ د نوم لرونکو پېرونو لهلارې سره ترتیب کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] نوې اپلاتوني فلسفه شاوخوا ۲۴۵ز کې د مصري فیلسوف «فلوطین» لهخوا وروسته له هغو رامنځ شوه چې، نوموړی فیلسوف له سکندریې څخه روم ته لاړ، هلته یې یوه مدرسه پرانېسته او تر شاوخوا ۲۷۰ز کال پورې یې د اپلاتون د فلسفې تفسیر تدریس کړ. د لرغوني پېر نوې اپلاتوني فلسفه په ۵۲۹ز کې وروسته له هغو پای ته رسېږي چې د بیزانس ټولواکمن «لومړي ژوستینین» د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۷مه خپل ژوستینیني قوانین تصویب کړ او اجرا کوونکو، وروسته له هغو د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۱۶مه نېټه قانوني واک ترلاسه کوي، نوي قوانین اجرا کړل او په آتن کې یې د نوې اپلاتوني فلسفې وروستۍ مدرسه وتړله، چې هغه مهال د سوري فیلسوف «داماسکیوس» لهخوا اداره کېدله.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] تاریخسمولنوې اپلاتوني فلسفې د اپلاتوني فلسفې، ارسطویي فلسفې او رواقیت په څېر، له پخوانیو فلسفي او دیني دودونه څخه یو لړ مفکورې ترکیب کړې او دغه ترکیب دی چې د د اپلاتوني او نوې اپلاتوني فلسفو ترمنځ ستر توپیر په ډاګه کوي. له هغه ځایه چې څېړونکي باور لري، چې نوې اپلاتوني فلسفه نېغ په نېغه د اپلاتوني فلسفې څخه زېږېدلې نهده، هغوی فرض کوي چې د منځنۍ اپلاتوني فلسفې (په آلماني: Vorneuplatonismus) په نامه یو لړ منځني پړاوونه شتون لري چې د اپلاتون اصول نویو اپلاتوني اصولو ته غځوي. منځنۍ اپلاتوني فلسفه هغه پېر دی چې مورخان یې د لومړیو اپلاتوني، ارسطویي او رواقیت دودونو ترکیب کېدلو پېر ګڼي. [۲۴][۲۵] «neoplatonism» یوه نومهالې ګړنه ده چې لهآره، د اتلسمې او نولسمې پېړیو کې په آلمان کې د ترسره شویو څېړنو او هغو هڅو په ترڅ کې رامنځته شوې ده چې غوښتل یې تاریخ د څرګندو پېرونو لهمخې ترتیب کړي. د یوویشتمي پېړۍ څېړنې په ډاګه کوي چې، پر نوې او منځني اپلاتوني فلسفو باندې د لرغونې اپلاتوني فلسفې د وېشلو مفهومي بنسټ د شپږ ټوکیز اثر پر مټ ټینګ شو چې هغه اثر «د فلسفې انتقادي تاریخ» (په لاتین: Historia critica philosophiae) دی چې د ۱۷۴۲ او ۱۷۶۷ز کلونو ترمنځ د اتلسمې پېړۍ آلماني مورخ «یوهان جاکوب بروکر» لهخوا خپور شو. له بده مرغه، په اتلسمې پېړۍ کې د «neoplatonism» د ګړنې کارونه ډېره کرکجنه وه.[۱۱][۲۶] د «neoplatonism» ګړنه، د یوې تاریخي مقولې په توګه، دوهګونې کارکړنه درلوده. نوې اپلاتوني فلسفه له یوې خوا، د فلوطین له عصر څخه راپهدې خوا د اپلاتوني اصولو پراختیا جلا کوي؛ له بلې خوا، د «نوی-neo» مختاړی بیانوي چې د فلوطین، پورفېري، یامبلیخوس او پروکلوس لهخوا د اپلاتوني فلسفې په تفسیرونو کې نوي څیزونه پراته دي. په رنسانس کې، اپلاتونوال «مارسیلیو فیچینو» فکر کاوه چې د اپلاتوني فلسفې نوی تفسیر، د اپلاتوني فلسفې یوه معتبره او دقیقه ښودنه ده. په ورته توګه، ځیني نومهال څېړونکي ادعا کوي چې فلوطین ښوونې له مخکېنیو اصولو څخه یوازې د یوشمېر حاشیوي توپیرونو په لړ کې جلا کېږي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰] د یوویشتمې پېړۍ څېړنیزه پوهه د نوې اپلاتوني فلسفې پیل څرګندوي، او دا هغه مهال دی چې فیلسوف فلوطین له سکندریې څخه روم ته لاړ او هلته یې په شاوخوا ۲۴۵ز کې یوه مدرسه پرانېسته. د یوویشتمې پېړۍ اېرلنډي پروفېسورې سارا کلیتنیک ویر، د یوه لیدلوري لهلارې ادعا کوي چې له فلوطین وروسته د نوې اپلاتوني فلسفې درې ستر پېرونه د نومېرلو وړ دي: د فلوطین شاګرد «پورفېري» د فعالیت پېر؛ په سوریه کې د یامبلیخوس د مدرسې د فعالیت پېر؛ او پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړې، چې په هغو کې اپلاتوني اکاډمۍ په آتن او سکندریه کې د سیریانوس، پروکلوس، داماسکیوس او اولمپیودوروس د هلوځلو په پایله کې وغوړېدې. [۳۱][۳۲] له لومړۍ څخه تر دوهیمې زېږدیزې پېړۍ پورېسمولد نوې اپلاتوني فلسفې مخکښان دا وو: د لومړۍ زېږدیزې پېړۍ یهودي-یوناني فیلسوف «سکندریهمېشتی فیلو»، چې کلیدي الهیاتي ښوونې یې د نوې اپلاتوني فلسفې اصول اټکلوي؛ د لومړۍ پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «پلوتارخوس»، چې له اپلاتون څخه یې الهام اخېستی، خو د رواقیت اصولو مخالف ؤ؛ د دوهیمې پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «اپامیایي نومنیوس»، چې پر نویو اپلاتوني فیلسوفانو «فلوطین، پورفېري او پروکلوس» باندې یې اغېزه درلوده او همدا راز د یو لړ سترو او نویو اپلاتوني اصولو په هکله غږېده.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] له درېیمې څخه تر څلورمې زېږدیزې پېړۍ پورېسمولپه درېیمې او څلورمې زېږدیزې پېړۍ کې، په روم او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د درېیمې پېړۍ مصري فیلسوف «فلوطین»، چې د نوې اپلاتوني فلسفې بنسټګر دی؛ د درېیمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف «امونیوس ساکاس» چې په سکندریه کې د فلوطین استاد ؤ؛ د درېیمې پېړې اتروسکيالاصله رومي فیلسوف امېلیوس، چې کابو شل کاله یې له فلوطین سره یې یوځای زدهکړې کولې؛ د درېیمې پېړۍ صوري فیلسوف «پورفېري»، چې لومړي سر کې له د درېیمې پېړۍ له منځني اپلاتوني فیلسوف لونګینوس سره په آتن کې او بیا، له ۲۶۳ز کال وروسته له فلوطین سره په روم کې زدهکړې وکړې؛ د درېیمې پېړۍ سوري فیلسوف یامبلیخوس، چې له پورفېري سره یې په روم یا سیسیلیا کې زدهکړې وکړې؛ او د څلورمې پېړۍ رومي ټولواکمن «ژولیان»، چې یو فیلسوف ؤ او د فلوطین او یامبلیخوس د اصولو سادهشوې نسخې یې ولیکلې. [۲۲][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵] له څلورمې څخه تر پنځمې زېږدیزې پېړۍ پورېسمولپه څلورمې او پنځمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې یوناني فیلسوف «آتني پلوتارخوس»، چې تر مړینې پورې (شاوخوا ۴۳۲ز) په آتن کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د پنځمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیریانوس»، چې تر ۴۳۷ز پورې، د آتني پلوتارخوس له مړینې وروسته، د پنځو کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر پاتې شو؛ او د پنځمې پېړۍ فیلسوف «پروکلوس»، چې تر ۴۸۵ز پورې، د سیریانوس له مړینې وروسته، د کابو ۵۰ کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ. په سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب یو ستر فیلسوف، د څلورمې پېړۍ وروستیو څخه د پنځمې پېړۍ تر لومړیو پورې مصري فیلسوف «هیپاتیا» ؤ، چې ریاضیات، ستورپوهنه او فلسفه یې تدریس کوله.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰] له پنځمې څخه تر شپږمې زېږدیزې پېړۍ پورېسمولپه پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د پنځمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف «امونیوس»، چې د پروکلوس شاګرد او وروسته له هغه په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د شپږمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیسیلیایي سیمپلیکیوس»، چې د امونیوس شاګرد ؤ؛ د پنځمې پېړې له وروستیو څخه د شپږمې پېړۍ تر لومړیو پورې سوري فیلسوف «داماسکیوس»، چې تر ۵۲۹ز پورې، تر هغو پورې چې د لومړي ژوستینین لهخوا د تصویب شویو قوانینو لهلارې د نوې اپلاتوني فلسفې مدرسه وتړل شوه، د مدرسې مشر ؤ؛ او د شپږمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف المپیودوروس، چې د امونیوس له مړینې وروسته، په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ، او د مدرسې له تړل کېدو وروسته یې هم تر ۵۶۵ز پورې نوموړې فلسفه تدریس کوله. [۵۱][۲۰][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵] سرچينېسمول |
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/en/Suggestions' not found.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).

- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 3، Introduction.
- ↑ Remes 2008، م. Cover page.
- ↑ Dodds 1928.
- ↑ Remes 2008، م. 1، Introduction.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Remes 2008، م. 21، Introduction.
- ↑ Dodds 1923، م. 7.
- ↑ Ahbel-Rappe 2010، م. 424 (note 17)، Notes to Pages 4-7.
- ↑ Smith 1870a، م. 667، Justinianus.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Remes 2008، م. 30، Introduction.
- ↑ Lang، Macro او McGinnis 2001، م. 4 (note 9).
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Remes 2008، م. 19، Introduction.
- ↑ Dillon او Gerson 2004، م. xiii، Introduction.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Gersh 1986، م. 30، Introduction, Vol. 1.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Dillon او Gerson 2004، مم. xiii-xiv، Introduction.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Gersh 1986، م. 5، Introduction, Vol. 1.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، مم. 35, 36, 38, 39، Proclus in the Platonic Tradition by Tarrant.
- ↑ Whittaker 1918، م. 33، Plotinus and his Nearest Predecessors.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، م. 130.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 40، Middle Platonism and its relation to Stoicism and the Peripatetic tradition by Reydams-Schils & Ferrari.
- ↑ Elsee 1908، م. 37، Earlier Systems of Greek Philosophy.
- ↑ Remes 2008، م. 6.
- ↑ Remes 2008، م. 22، Introduction.
- ↑ Elsee 1908، م. 70-71، The History of Neoplatonism.
- ↑ Remes 2008، مم. 23-24، Introduction.
- ↑ Remes 2008، مم. 19-21، Introduction.
- ↑ Remes 2008، م. 25، Introduction.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، م. 19، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
- ↑ Remes 2008، م. 27، Introduction.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، م. 10، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
- ↑ Remes 2008، م. 26، Introduction.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1 at line 4203: attempt to index field 'url_skip' (a nil value).
- ↑ Remes 2008، م. 28، Introduction.
- ↑ Ahbel-Rappe 2010، م. 3، Introduction to the Life and Philosophy of Damascius.
- ↑ Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 23، Platonist Curricula and their Influence by Tarrant.
- ↑ Remes 2008، م. 31، Introduction.