د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او تاجکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پرجوړولو ټینګار کړی


چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.
چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.

چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.

دواړو هېوادونو د جولايي پر پنځمه په دې اعلامیه کې وویل، په دغسې یوه حکومت کې باید بېلابېلې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې موجودګي ولري.

دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، بې‌طرفه، متحد، ټولګډونه، سوله‌ ییز او له ترهګرۍ، جګړې او مخدره موادو پاک هېواد وي.

چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.

دغه ګډه اعلامیه تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر سفر او په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته خپره شوې ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت لا په ځانګړې توګه دې بیان ته غبرګون نه دی ښودلی خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د جولایي پر څلورمه طلوع نیوز ته په مرکه ویلي ویلي وو چې د ټولشموله حکومت موضوع د افغانانو موضوع ده.

ده زیاته کړه، "افغانستان په هره برخه کې چې ملي کټې یې غوښتنه کوي پریکړه کوي. د سیمې هیوادونه او لیرې او نږدې ټول هیوادونه باید په هغو مواردو باندې خبرې وکړي چې افغانستان سره یې اړیکې څرنګه تنظیمیږي او څنګه کولای شو چې د سیمې په کچه د همکارۍ فضا رامنځ ته کړو".


دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د امریکا په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هیوادونو په افغانستان کې د داسې حکومت پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی چې ټولې غاړې پکې شاملې وي. خو طالبانو لا دې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهیسې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG