د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو پر ډانلډ ټرمپ برید غندلی دی


تر برید وروسته ساتونکي ټرمپ خوندي ځای ته انتقالوي.
تر برید وروسته ساتونکي ټرمپ خوندي ځای ته انتقالوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د امریکا پر پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ برید غندلی دی.

د امریکا قانون پلي کوونکو ادارو ویلي دي چې ټرمپ په غربي پېنسلوانیا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپېن غونډې پر مهال په "یوه قاتلانه حمله" کې ژوبل شوی دی.

ټرمپ وروسته وویل چې په غوږ ویشتل شوی دی. تر پېښې وروسته په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د نوموړي د سر له ښي لوري وینه بهېږي او د استخباراتي خدماتو کارکوونکي یې له دریځه (سټېجه) لېږدوي.

د پېنسلوانیا په بټلر ښار کې د ډزو په پېښه کې د مشکوک بریدګر په ګډون دوه تنه وژل شوي او د غونډې دوه ګډونوال ژوبل دي.

د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټېفان دوجارېک د جولای پر ۱۴مه په بیان کې د انتونیو ګوتېرېش له خولې ویلي دي چې هغه "په زغرده" د "سیاسي تاوتریخوالي" هغه پېښه غندي او د ټرمپ د بیړنۍ روغتیا هیله لري.

د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا فن دېر لېین، د ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشر جوزف بورېل، د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو، د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ، د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او یوشمېر نورو مشرانو پر اېکس، پخواني ټوېټر، په بیانونو کې پر ټرمپ حمله غندلې، د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښوولې او د نوموړي د ژر رغېدو دوعا یې کړې ده.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولای پر ۱۴مه، په بیان کې پر ټرمپ برید د جمهوریت ګواښلو په معنا وباله. "د ډانلډ ټرمپ د وژلو هڅه یو خورا ناروا جرم دی چې یوازې غندنه یې کېدای شي او د دې ښکارندويي کوي چې جمهوریت اوسمهال پر نړیواله سطح له څومره جدي چیلېنجونو سره مخامخ دی."

امریکايي رسنۍ د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) په حواله وايي چې ډزې د تامس میتیو کروکس په نوم یو ۲۰ کلن کس کړې دي چې له بټلر سره نېږدې د یو وړوکي ښار اوسېدونکی وو.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په "قاتلانه حمله" کې لږ زخمي شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د جمهوریپال ګوند ممکنه کاندید ۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ په بټلر کې پر ځايي وخت ماسپښین مهال خلکو ته وینا کوله، چې د اوو ډزو اوازونه واورېدل شول.

د ۲۰۲۴ز کال د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رېپبلېکن یا د جمهوري غوښتونکو ګوند احتمالي نوماند ډانلډ ټرمپ چې څنګه خپله وینا پیل کړه نو لږ ساعت وروسته یوشمېر ډزې وشوې چې ورسره سم په جلسه کې خلکو چیغې کړې.

دا ډزې د جمهوري غوښتونکو تر ملي غونډې دوه ورځې مخکې شوې دي چې پکې تمه ده چې ۷۸ کلن ټرمپ د ګوند نوماندي ترلاسه کړي.

په امریکا کې سږ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر پر پینځمه کېږي او پېنسلوانیا له هغو مهمو ایالتونو یو بلل کېږي چې د انتخاباتو د نتیجې په تعیینولو کې به رول ولوبوي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن او د ډېموکراټ ګوند نوماند ویلي دي چې خوشاله دی چې ټرمپ روغ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG