د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د راجګل کډوالو لپاره فنډ منظور کړی دی


د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور
د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا حکومت د خیبر ضلعې تیرا راجګل کډوالو لپاره ۵۵۱.۹ ملیونه روپۍ منظوري کړي دي.

د جولای پر ۱۴مه حکومت په یو بیان کې ویلي دي چې پیسې یې د طبعي افتونو د نظم صوبایي ادارې ته سپارلې دي. په دې پیسو کې شاوخوا ۶۴۵۵ کورنیو ته خیمې، خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شي. د صوبايي واکمن تحريک انصاف او قومي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دا مرستې به د کوکي خېلو د تیرا راجګال کډوالو لازمې اړتیاوې لپاره وکارول شي.

د کډوالو کمیټې مشر فیض الله جان کوکي خیل وویل چې د هغو کډوالو لپاره دا مرستې پوره نه دي. هغه غوښتنه وکړه چې پیسې دې په شفافه توګه وکارول شي او درغلي پکې ونه شي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، په کال ۲۰۱۳ز کال کې د ناامنۍ له کبله د تیرا له راجګله نېږدې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې د خپلو خپلوانو او یا هم د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې دېره شوې وې. له هغو څخه یې خوا وشا ۵۰۰۰ کورنۍ تېر کال په مارچ کې خپلو کلیو ته ستنې شوې او ځینې کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سیمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي.

په خیبر کې پوځ د وسلوالو پر ضد بیا بیا عملیات کړي خو په ۲۰۱۶ز کال کې یې ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې ده. د تیرا او باړې اوسېدونکي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ز کال څخه د ۲۰۲۱ کال تر پایه امن وو خو تر ۲۰۲۲ کال وروسته ناامنۍ زور واخیست او د باج اخیستنې او هدفي وژنو سلسله تېزه شوه.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لیرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG