د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت علي وزیر په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی


علي وزیر د اګست په دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې ونیول شوـ پخوانی انځور.
علي وزیر د اګست په دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې ونیول شوـ پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم ) مخکښ او د پاکستان د پارلېمان پخوانی غړی علي وزیر په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

د اګست پر درېیمه د ترهګرۍ ضد عدالت جج طاهر عباس سپرا د وزیر پر ضد د مقدمې اورېدنه وکړه. حکومتي وکیل عدالت ته وویل چې د علی وزیر خلاف په اسلام اباد کې په درې تاڼو کې مقدمې ثبت دي.

وکیل ادعا وکړه چې علی وزیر د یو پولیس والا څخه ټوپک په زور اخیستی او د یو بل پولیس سرتېري کمیس یې شلولی دی. هغه وویل چې امن ته د خطر له کبله یې د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی نیولی دی. بل پلو علی وزیر دا تورونه رد کړي دي. تر دلایلو وروسته، جج علی وزیر په جسماني ریمانډ پولیس ته حواله کړ.

تر دې مخکې پي ټي اېم ویلي ول چې علي وزیر تر نیولو وروسته ورته د هغه د ځای درک نشته. د غورځنګ د قانوني ډلې غړي عطاالله جان اېډیوکېټ مشال راډیو ته ویلي ول چې د اسلام اباد بېلا بېلو تاڼو ته ورغلل خو پولیس ورته وایي چې علي وزیر ورسره نشته.

د اسلام اباد پولیسو د اګست دریمې په سهار مشال راډیو ته ویلي ول چې وزیر د هغوی سره نشته او ښايي کومې بلې امنیتي ادارې نیولی وي.

د غورځنګ غړو مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد په زیرو پواینټ سیمه کې یو موټر سایکل د علي وزیر له موټر سره ټکر شوی او علي وزیر هغه تن پیمز روغتون ته وړی وو او چې کله له هغه ځایه تلو نو پولیسو ونیولو.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی او خوشی شوی دی.

هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ.

تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډیسېمبر کې د کراچۍ پولیسو په غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپارلو. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

د هغې صوبې پولیسو ویلي ول چې پر نوموړي د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې چې پکې د هغه ګرفتاري اړینه وه.

د نوموړي پرضد د رياستي ادارو خلاف وينا کولو او د ولس د پارونې تورونه ول چې هغه تل رد کړي ول او دريځ يې درلود چې د پښتنو د حقونو لپاره يې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه غږ پورته کړی دی.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

XS
SM
MD
LG