لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وړومبۍ ټيسټ سیالۍ کې بنګله دېش پاکستان ته په ۱۰ ویکټو تاریخي ماتې ورکړه


CRICKET-PAK-BAN-TEST
CRICKET-PAK-BAN-TEST

د پاکستان په راولپنډۍ کې ترسره شوې د ټیسټ کرکټ سیالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې پاکستان ته یوه تاریخي ماتې ورکړه.

د اتوار په ورځ ترسره شوې ټيسټ سیالۍ کې د پاکستان لوبډلې بنګله دېش ته د ګټې لپاره یوازې د ۳۰ منډو هدف ورکړی چې هغوي پرته له کوم زیان په اسانۍ سره ترسره کړو.

د راولپنډۍ د ټيسټ سیالۍ په پینځمه ورځ د بنګله دېش لوبډلې د وړومبۍ پاڼۍ د ۵۶۵ منډو په ځواب کې دپاکستان ټولې لوبډلې ۱۴۶ منډې جوړې کړې اؤ وسوځېده.

ددې سیالۍ په وروستۍ ورځ چې پاکستان د یو لوبغاړي په تاوان د ۲۳ؤ منډو نه خپله پاڼۍ یا اننګز پیل کړو تو کپتان شان مسعود زر وسوځېدو اؤ بابر اعظم د ۲۲ منډو په جوړولو وسوځېدو.

سعود شکیل په ټيسټ کرکټ کې په وړومبي په صفر وسوځېدو اؤ له هغه وورسته عبدالله شفیق ۳۷منډې جوړې کړې اؤ سوځېدو.

سلمان اغا هم په دې پاڼۍ کې یوه منډه هم ونه کړی شوه ، محمد رضوان ۵۰اؤ شاهین اپریدي دوه منډې جوړې کړې ،

د پاکستان لوبډلې ته د وړومبۍ پاڼۍ د خسارې ختمولو لپاره د نورو نهو منډو ضرورت ؤ چې شپږ لوبغاړي یې وسوځېدلي ؤ.

نسیم شاه په دریوؤ منډو جوړولو وسوځېدو اؤ محمد علي هم په منډې جوړولو ونه توانېدو.

پاکستان په ټولیزه توګه د بنګله دېش لوبډلې ته د ۳۰ منډو هدف ورکړی ؤ چې هغوي پرته له کوم زیان ترسره کړو

د بنګله دېش مهدي حسن مرزا،څلور، شکیب الحسن درې، شرف الاسلام ، حسن محمود اؤ ناهد رانا یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

د بنګله دېش لوبډلې د وؤ سیالیو دا لړۍ د صفر په مقابله کې په یو ګټلې ده اؤ اوس به د دواړو لوبډلو تر منځ بله ټیسټ سیالي د پينډۍ په سټيډیم کې د ۳۰م اګست نه تر ۳م ستمبر پورې کیږي

د بنګله ديش لوبډله د پاکستان د وړومبۍ پاڼۍ د ۴۴۸ منډو په ځواب کې په ۵۶۵ منډو سوځېدلې وه اؤ په کوربه ټیم یې د ۱۱۷ منډو برتري ترلاسه کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG