جان شټاینبېک
جان شټاینبېک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۷ فبروري ۱۹۰۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] |
مړینه | 20 ډيسمبر 1968 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] هارلم ، نيويارک [۲۰] |
د مړینې لامل | زړه نابری ، د زړه ناروغي |
هديره | کالېفورنیا |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [۱۸]، سکرين ليکوال |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [۲۱][۲۲] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[۲۳] | |
سمول |
جان ارنسټ شټاین بېک جونیور (/ˈstaɪnbɛk/؛ زوکړه د ۱۹۰۲م کال د فبروري ۲۷مه – مړینه د ۱۹۶۸م کال د ډسمبر ۲۰مه) امریکایی لیکوال او «د خپلو رښتینو او تخیلي کیسو له امله چې د هغه د شوخ طبیعت او ټولنیز زړه سواندي طنز یو ترکیب په کې پروت وو» له امله یې په ۱۹۶۲م کال کې د ادبیاتو د نوبل ډالۍ وګټله. هغه ته «د امریکایي مقالو د لوی لیکوال» نوم هم ورکړی دی. [۲۴][۲۵][۲۶]
هغه د خپلې لیکوالۍ دورې په لړ کې، ۳۳ کتابه ولیکل چې یو کتاب یې له اډوارډ ریکټس سره یوځای ولیکه، په هغو کې ۱۶ ناوله، شپږ غیر افسانوي کتابه، او د لنډو کیسو دوه ټولګې شاملې وې. هغه په پراخه توګه د Tortilla Flat (۱۹۳۵) او Cannery Raw (۱۹۴۵) طنزي ناولونو، د عدن ختيځ څو نسلیزه حماسه (۱۹۵۲) او د the Red Pony (۱۹۳۳) او Of Mice and Men (۱۹۳۷) ناولونو له لوري پېژندل شوی دی. د غوصې انګور (۱۹۳۹) چې د پولیټزر ډالۍ یې ګټلې، د شټاینبېک یو شاهکار او د امریکا د ادبي قانون یوه برخه ګڼل کېږي. له خپرېدو وروسته په لومړیو ۷۵ کلونو کې د دې کتاب ۱۴ میلیونه نسخې خرڅې شوې.[۲۷][۲۸][۲۹]
د شټاینبېک ډېری آثار د کالیفورنیا په مرکز کې، په ځانګړې توګه د سالیناس په دره کې او د کالیفورنیا ساحلي سیمه کې ترسره شوي دي. د هغه اثرونه په مکرر ډول د برخلیک او بې عدالتۍ موضوعات، په ځانګړې توګه د ځپل شوو خلکو یا د هر انسان کردار په هکله، څېړي.
لومړنی ژوند
[سمول]شټاینبېک د ۱۹۰۲م کال د فبروري په ۲۷مه د کالیفورنیا په سالیناس کې زېږېدلی دی. هغه په اصل کې له آلماني، انګلیسي او آیرلنډي نسل څخه وو. یوهان آډولف ګروسشټاین بېک (زوکړه ۱۸۲۸ – مړینه ۱۹۱۳)، د شټاینبېک پلرنی نیکه، د Mount Hope بنسټګر وو، کومه چې په فلسطین کې د مسیحي کرنې کالوني لنډمهاله مستعمره وه چې د بریدکوونکو لخوا د هغه د ورور له وژنې او د هغه د ورور په مېرمنې او خواښې له جنسي تېري وروسته له منځه لاړه. هغه په ۱۸۵۸م کال کې متحده ایالتونو ته د ننه شو او خپل کورنی نوم یې شټاینبېک ته را لنډ کړ. د هغوی د کورنۍ کرونده د آلمان په مېټمان، هیلیګنهاوس کې اوس هم د «Großsteinbeck» په نوم نومېږي.[۳۰][۳۱]
د هغه پلار، جان ارنسټ شټاینبېک (زوکړه ۱۸۶۲ – مړینه ۱۹۳۵) د مونټري ښارګوټي د خزانه دار په توګه خدمت کاوه. د جان مور، اولیو همیلټون (زوکړه ۱۸۶۷ – مړینه ۱۹۳۴) چې د ښوونځي پخوانۍ ښوونکې وه، د شټاینبېک لوستلو او ویلو لپاره یې ډېره جذبه لرله. شټاین بېکان د اسقفي کلیسا غړي وو، که څه هم شټاینبېک وروسته بیا آګنوسټیک شو. شټاین بېک په یوه کوچنۍ کلیوالي دره (د سرحدي مېشت ځایونو په څېر ځای کې) ژوند کاوه چې د نړۍ یوه ډېره حاصلخېزه خاوره کې، له آرام سمندر ساحل څخه کابو ۲۵ مایله لرې پرته ده، قرار لري. هم دره او هم ساحل د هغه د ځینو غوره کیسو لپاره د ځای په توګه کارول شوي دي. هغه خپل اوړي په بیګ سور کې د Post Ranch په شمول د شاوخوا فارمونو په هکله په کار کولو تېرول. هغه وروسته په Spreckels کې د شکر چوغندر کروندو کې د مهاجرو کارګرانو سره کار وکړ. هلته هغه د مهاجرت ژوند له ترخه اړخونو او د انسان د طبیعت له تیاره اړخونو سره اشنا شو، چې هغه یې د Of Mice and Men په کتاب کې د یوه مطلب په توګه بیان کړی. هغه د خپلې شاوخوا چاپېریال په هکله څېړنه وکړه او د ځنګلونو، کروندو او ځایي سیمو په منځ کې یې قدم وواهه. کله چې یې د Spreckels شکر فابریکه کې کار کاوه، کله کله به یې د هغوی په لابراټوار کې هم کار کاوه چې هغه ته یې د لیکلو فرصت برابروه. هغه د هغو میخانیکي شیانو چې په اختیار کې به یې وو د جوړولو د پام وړ وړتیا او لېوالتیا لرله.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
شټاینبېک په ۱۹۱۹م کال کې د سالیناس عالي ښوونځي څخه فارغ شو او پالو آلټو ته نږدې په سټانفورډ پوهنتون کې یې د انګلیسي ادبیاتو په رشته کې په زدهکړو پیل وکړ او په ۱۹۲۵م کال کې یې له تحصیلي سند پرته پوهنتون پرېښود. هغه د نیویارک ښار ته سفر وکړ او هلته په داسې حال کې چې د لیکلو هڅه یې کوله په بېلابېلو دندو بوخت شو. کله چې هغه ونشو کړای خپل اثرونه خپاره کړي، بېرته کالیفورنیا ته راوګرځېد او په ۱۹۲۸م کال کې د تاهو په سیند کې د ګرځندویي لارښود او ساتونکي په توګه په کار بوخت شو او هلته له خپلې لومړۍ مېرمنې، کارول هنینګ، سره اشنا شو. هغوی د ۱۹۳۰ کال په جنوري کې په لاس آنجلس کې واده وکړ، چېرته چې هغه له خپلو ملګرو سره هڅه وکړه ترڅو د ګچي مانکین (نانځکو) جوړولو له لارې پیسې لاس ته راوړي.[۳۹][۴۰][۴۱]
کله چې شپږ میاشتې وروسته د ورو بازار له امله د هغوی پیسې خلاصې شوې، شټاینبېک او کارول بېرته د کالیفورنیا پاسیفیک ګروو، د مونټري ښار له محدودې څخه څو بلوکه د باندې، د مونټري ټاپووزمه کې، د هغه د پلار اړوند یوه کور ته راغلل. مشرانو شټاین بېکانو، جان ته وړیا مېشت ځای، د هغه د لیکنو لپاره وړیا کاغذ او له ۱۹۲۸م کال څخه دومره پور ورکړ چې هغه ته یې اجازه ورکوله پرته له دې چې کار پسې وګرځي خپلې لیکنې وکړي. د ستر بحران په دوره کې، شټاین بېک یوه کوچنۍ بېړۍ وپېرله او وروسته یې ادعا وکړه چې کولی شي د هغو کبانو او چنګاښانو له لارې چې له سیند څخه یې لاس ته راوړل او له هغو تازه ترکارۍ چې له باغ او ځايي کروندو څخه یې لاس ته راوړل کولی شي خپل ژوند ته دوام ورکړي. کله چې دا سرچینې ناکامې شوې، شټاینبېک او د هغه مېرمنې هوساینه ومنله او په ډېرو نادرو پېښو کې به یې، د ځایي محصولاتو له بازار څخه بیکن غلا کول. هر خواړه چې به دوی لرل له خپلو ملګرو سره به یې وېشل. کارول د شټاینبېک په Cannery Row ناول کې د مري ټالبوټ لپاره یو نمونه شو.[۴۰][۳۹]
په ۱۹۳۰م کال کې شټاین بېګ له سمندري بیولوژسټ، اډ ریکټز، سره اشنا شو چې په بله لسیزه کې د شټاین بېک په نږدې ملګري او لارښود بدل شو او د بیولوژي او فلسفې په هکله یې هغه ته ډېر څه ور زده کړل. ریکټز، په معمول ډول ډېر آرام او په عین حال کې ډېر د خوښې وړ، له داخلي ځان بسیاینې او د بېلابېلو موضوعاتو څخه د علمي پوهې په لرلو سره، د شټاین بېک د پام وړ وګرځېد. ریکټز له وارډر کلایډ آلي څخه د کالج یو ټولګی اخیستی وو، څوک چې یو بیولوژسټ او ایکولوژیکي نظریه ورکوونکی وو او د ایکولوژي په هکله د لومړني کلاسیک کتاب لیکنې ته یې دوام ورکړ. ریکټز د ایکولوژیکي فکر په یوه پلوي بدل شو، په کوم کې چې انسان د شتون لویې سلسلې یوازې یوه برخه وه چې د یوه لوی ژوند په یوه شبکه کې راګیر شوی وو چې نې شو کولی هغه درک یا کنټرول کړي. په همدې حال کې، ریکټز د مونټري په سواحلو کې یو بیولوژيکي لابراټوار په لار واچوه، او د کوچني حیواناتو، کبانو، وړانګو، سمندري ستورو، کېشپونو او نورو سمندري ژوو بیولوژیکي نمونې به یې په ښوونځیو او کالجونو پلورلې.[۴۰][۳۹]
د ۱۹۳۰ او ۱۹۳۶ کلونو ترمنځ، شټاین بېک او ریکټز ډېر نږدې ملګري شول. د شټاین بېک مېرمن په لابراټوار کې د منشي او دفتردار په توګه په کار پیل وکړ. شټاین بېک په غیر رسمي توګه مرسته کوله. هغوی موسیقي او هنر سره د خپلې مینې پر اساس یوه ګډه اړیکه رامنځته کړه او جان بیولوژي او د ریکټز ایکولوژيکي فلسفه زده کړه. کله چې شټاینبېک له عاطفي اړخه په خپګان اخته کېده، ریکټز به کله کله ورته موسیقي هم غږوله.[۴۲][۴۳][۴۴]
مسلک
[سمول]لیکنه
[سمول]د شټاین بېک لومړنی ناول، د سرو زرو جام، چې په ۱۹۲۹م کال کې خپور شو، د هنري مورګان په نوم یوه کس د ژوند او مړینې پر اساس لیکل شوی. د هغه تمرکز د مورګان په برید او د پاناما ویژو پر وېستلو دی، چې کله کله د «سرو زرو جام» په نوم هم یادېږي، او په هغو ښځو چې له لمر څخه روښانه څېرې لري، او ویل کېږي چې هلته پیدا کېږي، یې تمرکز دی. په ۱۹۳۰م کال کې، شټاین بېک «په پوره سپوږمۍ کې وژنه» په نوم د وېرولف د مړینې یوه معما ولیکله چې هیڅکله خپره نشوه ځکه چې شټاینبېک هغه د خپرېدو وړ نه بلله.[۴۵][۴۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118617338 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119254833 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6js9rqn — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6898 — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/77964 — subject named as: John Ernst Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1257 — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?746 — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/685166 — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-51742 — subject named as: John STEINBECK — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: John Steinbeck — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/42b258311b39484da02cae7e9545d5c3 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-52144-BD-.html — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/steinbeck-john-ernst — subject named as: John Ernst Steinbeck
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: John Steinbeck — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF15047
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064103.xml — subject named as: John Ernest Steinbeck — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johnernststeinbeckj — subject named as: John Steinbeck
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=steinbeck — subject named as: John Steinbeck
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3357 — subject named as: John Steinbeck
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/15679 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002466 — subject named as: John Steinbeck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1257
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119254833 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7303779
- ↑ منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Unported او GNU Free Documentation License
- ↑ "Nobel Prize in Literature 1962". Nobel Foundation. خونديځ د اصلي څخه October 21, 2008. لاسرسينېټه October 17, 2008. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په January 3, 2013 باندې). Swedish Academy reopens controversy surrounding Steinbeck's Nobel prize.
- ↑ (په March 25, 2011 باندې). Who, what, why: Why do children study Of Mice and Men?. BBC News. BBC
- ↑ "Novel". The Pulitzer Prizes. خونديځ د اصلي څخه August 21, 2008. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Bryer, R. Jackson (1989). Sixteen Modern American Authors, Volume 2. Durham, NC: Duke University Press. مخونه 620. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-1018-1. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Chilton, Martin. "The Grapes of Wrath: 10 surprising facts about John Steinbeck's novel". Telegraph (London). د اصلي آرشيف څخه پر December 13, 2014 باندې. لاسرسينېټه December 6, 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "John Steinbeck Biography". Biography.com website. A&E Television Networks. February 6, 2018. لاسرسينېټه February 26, 2018. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Okie Faces & Irish Eyes: John Steinbeck & Route 66". Irish America. June 2007. خونديځ د اصلي څخه November 21, 2012. لاسرسينېټه October 23, 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "John Steinbeck Biography". د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2010 باندې. لاسرسينېټه April 14, 2010. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود). National Steinbeck Centre - ↑ Alec Gilmore. John Steinbeck's View of God Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine.. gilco.org.uk
- ↑ Jackson J. Benson (1984). The true adventures of John Steinbeck, writer: a biography. Viking Press. مخونه 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-16685-5.
Ricketts did not convert his friend to a religious point of view—Steinbeck remained an agnostic and, essentially, a materialist—but Ricketts's religious acceptance did tend to work on his friend, ...
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ John Steinbeck (1993). Of Mice and Men. Penguin Books. مخونه 0. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-017739-8. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 2 August 2009 باندې). Billy Post dies at 88; Big Sur's resident authority. Los Angeles Times.
- ↑ Introduction to John Steinbeck, The Long Valley, pp. 9–10, John Timmerman, Penguin Publishing, 1995
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, pp. 147, 915a, 915b, 133
- ↑ ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ۳۹٫۲ "John Steinbeck Biography". د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2010 باندې. لاسرسينېټه April 14, 2010. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود). National Steinbeck Centre - ↑ ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ ۴۰٫۲ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, pp. 147, 915a, 915b, 133
- ↑ Introduction to 'The Grapes of Wrath' Penguin edition (1192) by Robert DeMott
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 196
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 197
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 199
- ↑ Scott, Sam (July 27, 2021). "Beast of Eden". Stanford Magazine. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Jay Parini, John Steinbeck: A Biography, Holt Publishing, 1996
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1968م وفاتونه
- 20 ډيسمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P119
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه