Jump to content

په ۱۸۲۱ زکال کې د والاچیانو پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۸۲۱ زکال پاڅون په والاچیا کې ټولنیز او سیاسي پاڅون و؛ دغه مهال والاچیا عثماني سترواکۍ ته باج ورکوونکی دولت و. دغه خوځښت په پیل کې د فاناریوتي ادارې پر ضد د محافظه کاره بویار په ملاتړ رامنځته شو، خو وروسته یې د بویار طبقې د لرې کولو موخه لرله. په داسې حال کې چې دا د عثماني سترواکۍ پر ضد نه و، خو د رومانیايي ملت پالنې له لومړنۍ نسخې څخه یې ملاتړ کاوه او د تاریخ پوهانو له خوا د ملي بیدارۍ د لومړني مهم مورد په توګه توصیف کېږي. انقلابي ځواکونه د پانډور نامنظمو ډلو پر بنسټ و چې مشري یې تودور ولادیمیرسکو کوله. مرکز یې د اولټینیا په والاچيا کې موقعیت درلود چېرې چې ولادیمیرسکو د فبروري په میاشت کې د «خلکو شورا» جوړه کړه.

له هماغه لومړیو څخه د آرناووتانو او همدارنګه د صربستان د انقلاب د پخوانیو سرتېرو یو شمېر ډلې له پانډورانو سره مل شوې. په داسې حال کې چې دوی د یوناني افکارو پر ضد و، خو د فیلیکي اتریا له اجنټانو سره یې مرسته وکړه او د هغوی په مرسته یې په ډېرو ځایونو کې نفوذ وکړ. له دې سربېره ولادیمیرسکو د الکساندر یپسیلانتیس له سپېڅلې ډلې سره همکاري لرله او له دغې لارې څخه یې د یونان د خپلواکۍ په لویې جګړې کې مرسته وکړه. ولادیمیرسکو د یپسیلانتیس له ځواکونو سره یوځای چې له مولداوي راغلي و، وتوانېد بخارست ونیسي. ده هوکړه وکړه چې هېواد به له یپسیلانتیس سره وویشي او خپله به د اولټینیا، بخارست او د مونټینا د نیمې سویلي برخې کنټرول په لاس کې واخلي. وروسته له هغه چې څرګنده شوه د روسیې سترواکۍ، یپیسیلانتیس لښکرکشي نه ده تائید کړې او همدارنګه ولادیمیرسکو د اتریستي تاوتریخوالي په ځپلو کې هڅې کړې دي، له سپېڅلې ډلې سره د پانډورانو اړیکه ډېر ژر مخ پر زوال شوه. ډیری آرناووتانو په ښکاره او یا هم پټه توګه له یپسیلانتیس څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا د ساوا فوکیانوس په نامه له یوخپلواک جګړه مار سره ودرېدل.

ولادیمیرسکو په پټه توګه له عثمانیانو سره خبرې اترې وکړې او بالاخره یې د اپرېل میاشتې په وروستیو کې په والاچیا برید وکړ. پانډورانو د اولټینا پر لور شاتګ وکړ او هغوی یې د سپېڅلې ډلې سره په مخالفت کې پرېښودل. د ولادیمیرسکو وحشيانه چارې د هغه د خپلو ځواکونو د پردي کېدو لامل وګرځېدې. په خپل نوبت سره دغه درز یوناني انقلابیونو ته اجازه ورکړه څو ولادیمیرسکو له کوم مخالفت پرته ونیسي او اعدام یې کړي. اولټینیان تیت او پرک شول په داسې حال کې چې یو شمېر پانډوریانو د دیمیتري ماکدونسکي او ایوان سولومون په څېر قومندانانو په مشرۍ مقاومت کوونکې ډلې جوړې کړې. دوی له عثماني ځواکونو سره په نښتو کې څرګندې ماتې وخوړې. په جون میاشت کې یپسیلانتیس او په پانډور کې د هغه پاتې متحدو ځواکونو په دارغاشني جګړه کې ماته وخوړه. دغه پاڅون د ځپونکي وحشت یوه لړۍ رامنځته کړه چې اخري پړاو یې هم د اګست په میاشت کې و، هغه مهال چې فوکیانوس او د هغه آرناووت پلویان په بخارست کې قتل عام شول.

د ۱۸۲۱ زکال پاڅون ته په پراخه کچه د یو ماته خوړلي او یا هم ناقص ټولنیز انقلاب په سترګه کتل کېږي چې پام وړ سیاسي او کلتوري عواقب یې له ځانه سره لرل. عثماني دولت هم فاناریوتي ضد پیغامونه ثبت کړل او د ګریګوري څلورم ګیکا په نامه یې یو جذب کړی بویار د والاچیا شهزاده وټاکه. په ۱۸۲۸ زکال کې د روسیې د اشغال پر مهال ملت پاله ځوانانو پریمانه وده وکړه او د نوي اساسي قانون د مفاداتو پر مټ لا پیاوړي شول. د دغې مودې پر مهال د پاڅون هغه پاتې کسان چې د محافظه کاره جوړښتونو څخه یې ملاتړ کاوه او هغه کسان چې د لیبرال موخو ملاتړي و؛ له یو بل جلا شول. دویمي ډلې یې بیا هم د ولادیمیرسکو د قهرمانانه انځور له ساتنې سره مرسته وکړه چې بیا وروسته دغه چاره د بزګرانو او همدارنګه د کیڼ اړخو فعالینو له خوا مخته یووړل شوه.

انقلابي ایډیالوژي

[سمول]

ملي او ټولنیز لیدلوري

[سمول]

په داسې حال کې چې ډېری څېړونکي د دې اړوند یوه خوله دي چې ولادیمیرسکو او د هغه پانډوریانو له ملت پالونکې ایډیالوژي څخه انګیزه اخیستې وه، خو د هغوی د چارو ټولیزه طرحه او عواقب لا هم د څېړونکو د بحث موضوع جوړوي. ټولنیز تاریخ پوهان هر یو یوآن سي. فیلیتي او ولاد جورجسکو استدلال کوي چې ولادیمیرسکو د یو ملت پاله په توګه لنډ مهالې او اوږد مهالې طرحې لرلې: د پورټه د رسمیت پېژندلو او همدارنګه د لرغونو آزادیو د بېرته ترلاسه کولو په موخه د هغوی غوښتنې په یوازې توګه یو لوی هدف ته د رسېدو په موخه ګټمنې وې چې هغه هم د روسیې په مرسته ملي آزادي وه. نیکولای یورګا د عامه وګړو ارادې ته په ارجاع سره پانډور رهبر د ملت پالونکي بحث په پراختیا کې له نورو «یو ګام مخکې» بولي. نیکولای لیو همدارنګه څرګندوي چې دغه «عمل پالونکي» یاغي «طبیعي حقونو ته هېڅ اشاره نه وه کړې، بلکې په تلویحي بڼه یې په خپلې انقلابي طرح کې ځای پر ځای کړي وو»؛ دغه مفهوم او همدارنګه له پوځ سره د وګړو د یوځای توب اړوند پانډوري مفهوم له انقلابي فرانسې څخه دلته لار موندلې وه. ټولنیز ژبپوه، کلاوس بوخمان ۱۸۲۱ زکال ته اړوند اسناد له دې ډلې هغه اسناد چې د تودور ولادیمیرسکو او د هغه د مخالفینو اړوند خپاره شوي دي د «وطن دوستۍ» په برخه کې په رومانیايي ژبه لومړني منابع بولي – چې په ډېر احتمال سره یې لومړني هم دي – همدارنګه یې «د سیاسي مناظرې هغه اسناد بللي چې (تر ډېره) په رومانیایي دي». هغه د آیډیالوژیک ژوزفینېزم پر اغېز ټینګار لري او څرګندوي چې له ښوونکي ګئورګه لازار سره یې د خپلو اړیکو پر مټ ولادیمیرسکو ته لار موندلې وه؛ نور راپورونه بیا د دې څرګندويي کوي چې ولادیمیرسکو د پټرو مایور د آثارو په لوستلو سره د ټرانسیلوانیايي مکتب په ایډیالوژۍ پوی شوی و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د دغه پاڅون د واقعي وقایعو پر مهال لویدیځو منابعو د ولادیمیرسکو او د تاریخي پاڅون کوونکو بزګرانو په ځانګړې توګه د واټ ټایلر او هوریا ترمنځ د شباهتونو په ترسیم پیل وکړ. بېلابېل لیکوالان وړاندیز کوي چې ولادیمیرسکو او کسان یې نه یوازې چې ملت پالونکي و، بلکې له ټولنیز انقلاب سره یې هم لېوالتیا لرله او هغه یې د ځای ناستوب او یا هم د سلطنت د کڼټرول په موخه خپل ماموریت باله. له همدې امله تاریخ لیکونکی ګئورګي پوترا د تودور پاڅون تر ډېره پورې «د ملي ځانګړتیاوو لرونکی فیوډالېزم ضد» پاڅون بولي ځکه چې بله موخه یې د «ترکي یوغ» له منځه وړل هم وه. هماغه ډول چې د تاریخ لیکونکي نایجو دجوارا له خوا په لنډو کې بیان شوې؛ د پانډور پاڅون په اصل کې «د ملي لوټ مارانو پر ضد رامنځته شو»، خو وروسته له دې چې «د بزګرانو په پاڅون واوښت بیا یې نو سیمه ییز ښه او بد بویران له بهرنیانو څخه نه جلا کول. له دې سره هم تودور خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له «ملت پالو» بویرانو ... او همدارنګه د ترکیې له ځواک سره له جوړ راتلو پرته بله لار نه لرله چې په راتلونکي پړاو کې یې هغو ته لاس اوږد کړ څو خپل پاڅون په انقلاب بدل کړي». بل ایډیالوژیک توپیر د ولادیمیرسکو د روس دوستۍ په لږکۍ نظریه کې و، چې دغه نظریه د لوړې او منځنۍ طبقې ملت پالو ته اړوند وه. [۷][۸][۹][۱۰]

یورګا څرګندوي چې ولادیمیرسکو له والاچیانو سره د «دیموکراتیکي همکارۍ» د اړیکې جوړونې پر مټ هڅه کوله څو د رومانیايي او یوناني بویرانو ترمنځ فاصله رامنځته کړي. د کیڼ اړخو پوهانو ترمنځ آندري اوتیا استدلال کوي چې ولادیمیرسکو په کرارۍ سره بزګري ارمانونو ته شا کړه او «د بویرانو د بشپړ او تحقیر کوونکي فرعیت» په لټه کې شو. یو له اړوندو مسایلو څخه هم د رهبر ټولنیز ځایګي ته اړوند وه: په داسې حال کې چې ولادیمیرسکو د اولټنیايي بزګرانو طایفې ته اړوند و، خو د بویرانو له خوا د سلوګر درجې په لرلو سره دریمې طبقې وګړو ته اړوند بلل کېده. کلتوري تاریخ پوه رضوان تئودوروسکو استدلال کوي چې هغه، د پاڅون کووونکو رهبر، په واقعیت کې داسې یوې «کلیوالي بورژوازي» ته اړوند و چې شجرې یې یادولې او له هرالډري سره یې «له تمې لرې» لیوالتیا لرله. نور څېړونکي بیا د ولادیمیرسکو نخبه پالونکو عاداتو او افکارو ته اشاره کوي چې د واک پر مهال یې د بویرانو له مجازات کولو او یا غچ اخیستو او همدارنګه یې د بزرګري راډیکالېزم د له منځه وړو څخه ډډه وکړه. همدارنګه دا احتمال هم شتون لري چې ولادیمیرسکو دې هوډ لرلی وي څو د یو شهزاده په توګه په رسمیت وپېژندل شي. تر لاس لاندې کسانو یې هغه تر ډېره د ډومنول ټیوډور په توګه یاد کړی چې د هغه د سلطنتي هیلو څرګندويي کوي. د هغه مهال ایټالوي مطبوعاتو هم د والاچیایي دوک په سترګه ورته کتل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Georgescu, pp. 102–103; Maciu, p. 933
  2. Iorga (1921), pp. XII–XIV
  3. Liu, pp. 298–300
  4. Bochmann, p. 107
  5. Bochmann, pp. 107–108
  6. Iscru, pp. 682–683
  7. Șerban, pp. 282–283
  8. Potra (1963), pp. 22–23
  9. Djuvara, p. 89
  10. Djuvara, pp. 285–286, 289, 297
  11. Iorga (1921), p. VIII
  12. Maciu, p. 933
  13. Djuvara, pp. 136, 228, 297, 299–300; Maciu, pp. 941, 944; Theodorescu, p. 221. See also Cernatoni, pp. 40–41, 46
  14. Theodorescu, pp. 208–209
  15. Djuvara, p. 300; Georgescu, pp. 100, 103; Iorga (1932), pp. 27, 51; Iscru, pp. 676–680; Maciu, p. 941
  16. Dima et al., p. 132; Djuvara, p. 300; Georgescu, p. 103; Iorga (1932), p. 51
  17. Djuvara, p. 300; Iorga (1921), pp. IX–X, 61; Maciu, p. 945
  18. Șerban, p. 280