د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ: افغان وګړو سره واده شوې پاکستانۍ ښځې د دوه ګوني تابعیت حق لري


د پېښور های کورټ مخې ته خلک او وکیلان ناست دي ـ پخوانی انځور.
د پېښور های کورټ مخې ته خلک او وکیلان ناست دي ـ پخوانی انځور.

پېښور های کورټ ویلي دي چې هغه پاکستاني ښځې چې د افغان وګړو سره یې ودونه کړي، د دواړو هېوادونو د تابعیت ساتلو حق لري.

د جولای پر ۱۳مه، جسټس سید ارشد علي او جسټس وقار احمد د ۹۵ افغان او پاکستاني وګړو له لوري دایرو شویو درخواستونو د اورېدنې په مهال هغه پرېکړه وکړه. په فیصله کې راغلي دي چې هغه کسان چې د پاکستاني مور یا پلار څخه زیږیدلي وي او عمر یې تر ۲۱ کلونو کم وي، د دواړو هېوادونو تابعیت لرلی شي.

عدالت د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) هغه عمل غیرقانوني وباله چې د پاکستاني ښځو شناختي کارډونه یې ځکه بلاک کړي دي چې د دوی نومونه په افغان سټیزن کارډ او پروف آف رجسټریشن کې شامل دي. له دې وجې د هغوی تر ۲۱ کلونو کم عمره بچو ته فارم ب نه ورکول کېده.

فارم ب هغه سند دی چې د پاکستاني وګړو د شناخت او تابعیت د بنیاد په توګه استعمالېږي. دا سند معمولاً د ماشومانو د زیږون ثبت او د کورنۍ د راجسټریشن لپاره کارول کیږي.

د درخواست کوونکو وکیل، سیف الله محب کاکاخېل، وویل چې کله به دغه کسان نادرا ته تلل نو د ستونزو سره به مخ کېدل. له همدې امله یې په پېښور های کورټ کې کیس وکړ او عدالت د دوی په حق کې فیصله وکړه.

په پاکستان کې لکونه افغانان اوسیږي چې زیاتره یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. له هغوی څخه یې ځینو له پاکستانیانو سره ودونه کړي دي.

په کوهاټ کې یوه افغان ځوان، شمس، مشال راډیو ته ویلي چې دا فیصله د هغو پاکستاني ښځو په حق کې شوې چې د افغان سړو سره یې ودونه کړي دي. هغه وویل چې هغو افغان وګړو ته هم اساني ورکول پکار دي چې پاکستاني ښځو سره یې ودونه کړي دي.

له دې وړاندې پېښور های کورټ هغو افغان وګړو ته د پاکستان اورېجن کارډونو (پي او سي) په نوم د اسنادو ورکولو امر کړی دی چې له پاکستانیو وګړو سره یې ودونه کړي دي.

د پاکستان اورېجن کارډ د دایمي استوګنې د سند په څېر وي. د پاکستان د قانون له مخې، د اورېجن کارډ لرونکي په ازادۍ پاکستان ته تللی او له پولیسو سره د ځان له ثبتولو بغیر په هغه هېواد کې په دايمي ډول اوسېدای شي. داراز، د هغه کارډ‌ لرونکي په پاکستانیو بانکونو کې خپل حساب پرانیستی شي او هلته سوداګري او کاروبار هم کولای شي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG