د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک اوسېدونکو د ناامنۍ پرضد پرلت وهلی دی


د ټانک اوسېدونکو د مارچ پر ۱۰مه په ښار کې لاریون وکړ او بیا یې د پوځي ودانۍ مخې ته پرلت وواهه.
د ټانک اوسېدونکو د مارچ پر ۱۰مه په ښار کې لاریون وکړ او بیا یې د پوځي ودانۍ مخې ته پرلت وواهه.

د خیبر پښتونخوا د ټانک اوسېدونکو د پوځي ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده او له چارواکو څخه په هغه ښار کې د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

د پرلت مشر ندیم عوامدوست د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې په هغه ښار کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

ده وویل، د ټانک امن جرګې پرېکړه کړې چې د پوځ برېګېډ ودانۍ مخې ته سوله ییز احتجاج کوي.

عوامدوست وویل، احتجاجیانو لومړی لاریون وکړ او لامل یې دا دی چې خلک له "ترهګرۍ، باج غوښتنې، بد امنۍ تنګ" شوي دي او زیاته یې کړه چې یوازې د امنیت غوښتنه لري او نورې هېڅ مطالبې نه لري.

د مظاهرې یو بل ګډونوال ملک فتح بېټني مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې د خلکو ژوند خورا ستونزمن شوی دی نو ځکه پرلت ته مجبوره شوي دي.

بلخوا د ټانک پوليسو مشر افتخار علي شاه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې امنیت ته ژمن دی او په دې لړ کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

دی وايي، په وروستیو کې یې په عملیاتو کې د وسلوالو ډلو ځینې مهم قومندانان وژلي دي.

افتخار علي شاه زیاته کړه چې پولیسو په روژه کې د امنیت پلان تیار کړی دی او سرتېري به په ټانک ښار کې ګزمې زیاتوي،

دا په داسې حال کې ده چې له مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې بالعموم، او په ځانګړي ډول په ټانک، ډېره اسماعیل خان، لکي مروتو اوشمالي او جنوبي وزیرستانونو کې، امنیت خراب دی.

د مارچ پر ۱۰مه د صوبې په مرکز پېښور کې په چاودنه کې دوه تنه ووژل او یو ژوبل شو. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۳مه د ډېره اسماعیل خان په درازنده بازار کې په چاودنه کې څلور تنه ژوبل شوي ول. د هغې پېښې مسوولیت هم چا نه وو منلی.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټانک په کوټ اعظم کې د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د څوکۍ لپاره د انتخاباتو پر مهال پر یو پولېنګ مرکز تر ډزو وروسته په نښته کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی وو.

پر هغه ورځ د ټانک په یو او د ډېره اسماعیل خان د کلاچۍ په پینځو مرکزونو کې انتخابات ځکه شوي ول چې د فبرورۍ پر اتمه په دواړو ښارونو کې د بریدونو له وجې د رایې ورکونې په شپږو مرکزونو کې ټاکنې ځنډېدلې وې.

د فبرورۍ پر اتمه د ټانک په کوټ اعظم او د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. په هغو دواړو ضلعو کې د وروستیو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر پینځمه شپې شاوخوا درې بجې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر چوډه تاڼه په وسلوال برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه هم وسلوالو په درابڼ کې پر پوځي مرکز برید کړی وو چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپي شوي ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG