د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


په تورخم کې د افغان کډوالو په سامانونو بار لارۍ ولاړې دي ـ پخوانی انځور.
په تورخم کې د افغان کډوالو په سامانونو بار لارۍ ولاړې دي ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) عالي کمېشنر فېلېپو ګراندې د دې لپاره د جولايي له اوومې د پاکستان په درې ورځني سفر ځي چې له پاکستانیو چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو وغږېږي.

د پاکستان حکومتي چارواکو او د یو اېن اېچ سي ار سرچینو مشال راډیو ته د نوموړي سفر تایید کړی دی او وايي چې ګراندې به په لومړي سر کې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته ولاړ شي او له هغه ځایه به اسلام اباد ته سفر وکړي.

د یو اېن اېچ سي ار د ارقامو له مخې، په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې اکثریت یې په خیبر پښتونخوا کې اوسي.

د هغې ادارې په وینا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي.

سرچینې وايي چې ټاکل شوې فېلېپو ګراندې په اسلام اباد کې د قبایلي او سرحدي چارو (سیفران) له وزیر امیر مقام سره د کډوالو په اړه خبرې وکړي. له دې پرته به نوموړی له نورو پاکستانیو چارواکو او داراز له افغان کډوالو سره هم غونډه ولري.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان حکومت د دې اعلان پر سر د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

دراني ویلي ول، "اوس په افغانستان کې د داسي حالاتو پيدا کولو وخت راغلی چې د ستنېدونکو کډوالو د ابادکاري لپاره ګامونه واخيستل شي."

دراني ویلي ول چې له هغو افغانانو څخه یې ډېری نورو هېوادونو ته د تګ په تکل پاکستان ته تللي ول خو لا هم ګڼ افغانان په پاکستان کې پراته دي. "دا افغانستان تر نامعلومه مودې په پاکستان کې نه شي پاتی کېدای. زه پر هغو هېوادونو غږ کوم چې د دې کډوالو د قبلولو لپاره خپلي ژمنې پوره کړي."

څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه ول چې پاکستان د تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پلان هم لري، خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د جون پر ۲۷مه له مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي ول چې حکومت یې لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې. خان زیاته کړې وه چې په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي.

XS
SM
MD
LG