د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یو اېن اېچ سي ار مشر فېلېپو ګراندې د سیفران له وزیر امیر مقام سره لیدلي دي


فېلېپو ګراندې په پېښور کې د افغان کډوالو له ښځینه وو استازو سره ولیدل - د جولای اوومې انځور.
فېلېپو ګراندې په پېښور کې د افغان کډوالو له ښځینه وو استازو سره ولیدل - د جولای اوومې انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندې د پاکستان د درې ورځني سفر پر مهال په پېښور کې له افغان کډوالو او د قبایلي او سرحدي چارو (سیفران) له وزیر امیر مقام سره لیدلي دي.

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې ګراندې د جولای پر اوومه خپل سفر له پېښوره پیل کړ او هلته یې د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازو سره په غونډه کې د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.

د پاکستان حکومتي چارواکو او د یو اېن اېچ سي ار سرچینو د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې ګراندې لومړی د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته ځي او له هغه ځایه بیا اسلام اباد ته سفر کوي.

د یو اېن اېچ سي ار د ارقامو له مخې، په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې اکثریت یې په خیبر پښتونخوا کې اوسي.

د هغې ادارې په وینا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي.

فېلېپو ګراندې په پېښور کې د افغان کډوالو له استازو سره ولاړ دی او له یو ماشوم سره روغبړ کوي - د جولای اوومې انځور.
فېلېپو ګراندې په پېښور کې د افغان کډوالو له استازو سره ولاړ دی او له یو ماشوم سره روغبړ کوي - د جولای اوومې انځور.

فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه په پېښور کې د قبایلي او سرحدي چارو (سیفران) له وزیر امیر مقام سره ولیدل.

د امیر مقام دفتر په بیان کې ویلي دي چې نوموړي له فېلېپو ګراندې سره د افغان کډوالو پر چارو خبرې وکړې.

بیان وايي چې نوموړي د یو اېن اېچ سي ار مشر ته وویل چې پر نړیوال کچ د شخړو له وجې د کډوالو مسلې د زیاتېدو په حال کې دي نو د شخړو د هواري لارې چارې لټول اړین دي.

ټاکل شوې چې فېلېپو ګراندې له نورو پاکستانیو چارواکو او داراز د بشري او پرمختیايي چارو د ادارو له شریکانو سره هم وګوري.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د پاکستان حکومت د دې اعلان پر سر د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه شول.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

دراني ویلي ول، "اوس په افغانستان کې د داسي حالاتو پيدا کولو وخت راغلی چې د ستنېدونکو کډوالو د ابادکاري لپاره ګامونه واخيستل شي."

دراني ویلي ول چې له هغو افغانانو څخه یې ډېری نورو هېوادونو ته د تګ په تکل پاکستان ته تللي ول خو لا هم ګڼ افغانان په پاکستان کې پراته دي. "دا افغانستان تر نامعلومه مودې په پاکستان کې نه شي پاتی کېدای. زه پر هغو هېوادونو غږ کوم چې د دې کډوالو د قبلولو لپاره خپلي ژمنې پوره کړي."

څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه ول چې پاکستان د تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پلان هم لري، خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د جون پر ۲۷مه له مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي ول چې حکومت یې لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې.

خان زیاته کړې وه چې په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي.

XS
SM
MD
LG