Jump to content

جان ډان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ډان
John Donne (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵۷۲[۲][۳] — ۱۵۷۲ (Gregorian)[۴][۵][۶] — ۲۲ جنوري ۱۵۷۲[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۱ مارچ ۱۶۳۱[۲][۷][۸] — ۱۶۳۱[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ژانر
ژانر
دین

جان ډان (1571 یا 1572 – 31 مارچ 1631) یو انګلستانی شاعر، عالم، سرتیری او سکرتر و، کاتوليکې کليسا ته په وافاداره کورنۍ کې زېږېدلی و، څوک چې وروسته د انګلستان په کلیسا کې پادري شو. تر شاهي سرپرستۍ لاندې، هغه په لندن کې د سينټ پال په لويه کليسا کې رئیس وټاکل شو (1621-1631). نوموړی د ماوراء الطبيعي شاعرانو مخکښ استازی ګڼل کیږي. د هغه شعري اثار د خپلو استعاري او حسي سبک له امله شهرت لری، چې  غزلې، د مینې شعرونه، مذهبي شعرونه، لاتیني ژباړې، هجاء، مرثیې، سندرې او طنزونه پکې شامل دي. هغه د خپلو ويناوو له امله هم شهرت لري.[۱۴][۱۵]

ناڅاپي پرانيستنې او ډول ډول تناقضات، کنايې او د جملو بې ځايه کول د «ډان» د سبک د ځانګړنو په توګه پېژندل شوي دي. دا ځانګړتياوې او تر څنګ يې د هغه تکراري ډرامايي يا د ورځنيو ويناوو سر او تال، د جملو ترکيب (نحوه) او د هغه سخت فصاحت، دواړه د الزابتي پړاو د دوديزې شاعرۍ د نرموالي په وړاندې غبرګون او په انګلسي ژبه کې د اروپايي «باروک» او طريقو تطابق و. [۱۶]

د هغه ابتدايي مسلک د انګريزي ټولنې څخه د پراخه پوهاوي په شاعرۍ پېژندل کېږي. د «ډان» په شاعرۍ کې یوه بله مهمه موضوع د رېښتيني مذهب نظريه ده، هغه څه چې نوموړی يې په اړه زيات فکر کړی او ډېر ځله يې په اړه نظريات ورکړي. نوموړي سيکولار او تر څنګ يې جنسي او د مينې شعرونه ليکلي دي. «ډان» په ځانګړي ډول د ماوراء الطبيعي ادبي خيالاتو په اړوند د خپلو مهارتونو له امله شهرت لري.

د خپلو زياتو زده کړو او شعري وړتياوو سره سره، «ډان» ډېر کلونه په بې وزلۍ کې ژوند وکړ، او په خپلو شتمنو ملګرو متکي و. نوموړي د زده کړې پر مهال او له زده کړې وروسته ډېرې په ميراث تر لاسه کړې پيسې له ښځو سره په اړيکو، ادب، تفريح او سفرونو ولګولې. په 1601ز کال کې، «ډان» په پټه له «اين مور» سره واده وکړ، چې له هغې يې دولس بچيان درلودل. په 1615ز کال کې، نوموړی انجليکي ټيټ پوړی راهب او بيا پادري وټاکل شو، که څه هم نوموړي نه غوښتل چې سپېڅلې احکام واخلي، خو يوازې د دې لپاره يې ومنل چې پاچا يې امر کړی و. نوموړي په 1601 او 1614ز کلونو کې د پارمان د غړي په توګه کار وکړ.[۱۷]

ژوند ليک

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

«ډان» په 1571 يا 1572ز کال کې په لندن کې زېږېدلی و، کورنۍ يې داسې مهال رومي کاتوليکې کليسا ته وافاداره وه، چې هغه مهال د دې دين عملي کول په انګلستان کې غېر قانوني و. «ډان» په شپږو خوېندو وروڼو کې درېيم و. پلار يې هم «جان ډان» نومېدو، مور يې «اليزابت هيوډ» نومېده. نوموړی له ولزي زورات څخه، او د لندن په ښار کې د وسپنې پلورلو د يو شرکت مدير و. هغه د مذهبي ځورونې له ویرې د حکومت نه خوښېدونکې پاملرنې څخه ځان وساته.[۱۸][۱۹]

د «ډان» په څلور کلنۍ کې، په 1576ز کال کې، د هغه پلار ومړ، او د «ډان» مور اليزابت په یوازې ځان د خپلو بچيانو د سترولو مسئولیت ته پاتې شوه. «هيوډ» هم رومي کاتوليکې کليسا ته د وفادارې کورنۍ غړې وه، د پلار نوم يې «جان هيوډ» و، چې ډارمه ليکونکی و، د يسوعي پادري او ژباړن د درناوي وړ «جيسپر هيوډ» خور وه. نوموړې د «تاماس مور» لرې خورزه (د ورور يا خور لمسۍ) وه. د مېړه له مړينې څو مياشتې وروسته، د «ډان» مور له ډاکټر «جان سيمينګز» سره واده وکړ، څوک چې يو شتمن کونډ و، او خپله يې هم درې بچيان درلودل. [۱۴]

«ډان» خصوصي زده کړې وکړې. د دې مشهورې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ شواهد نه شته چې ګوندې نوموړي ته د کاتمولیکې کليسا د يسوعي ټولنې زده کړه ورکړل شوې وه. په 1583ز کال کې، کله چې هغه يوولس کلن و، په «هارټهال» کې يې زده کړې پيل کړې، چې اوس د اکسفرډ هرټفورډ کالج دی. هلته له درې کاله زده کړې وروسته، «ډان» په کامبرج پوهنتون کې داخل شو، او دلته يې د نورو درې کلونو لپاره زده کړې وکړې. [۱۴]

له دې امله چې «ډان» کاتوليک و، نو له يادو دواړو ادارو څخه يې سند تر لاسه نه کړ، ځکه هغه د فراغت لپاره د اړين لوړوالي سوګند کولو څخه انکار وکړ. په 1591ز کال کې، نوموړی په «تاويس اين» حقوقي ښوونځي کې د محصل په توګه ومنل شو، کوم چې په لندن کې د «چانسري اين» اړوند يو ښوونځی و. د 1592ز کال د مۍ په شپږمه نېټه، په «لینکن اين» کې داخل شو، کوم چې د «اينز اف کورټ» سره تړاو لرونکی يو ښوونځی و.[۱۴][۲۰]

په 1593ز  کال کې، د هسپانوي «ارماډا» له ماتې پنځه کاله وروسته او د انګريز- هسپانوي دوره يي جګړې (1585-1604) په اوږدو کې، ملکې الیزابت د انګلستان له کلیسا څخه د فرقه ایز اختلاف پر وړاندې د انګلستان لومړی قانون تصويب کړ، چې د "د پاپايي مرتدينو د مهار کولو لپاره يو قانون" په عنوان و. دې قانون "پاپايي مرتدين" په دې ډول تعريف کړل "هغه څوک چې د خدايي خدماتو د اورېدلو په موخه، يو شمېر کليساګانو، کوچنيو معبدونو، يا د عام عبادت عادي ځايونو ته په نه تګ محکوم شوي دي، بلکې له دې څخه ځان ساتي، او دا د هغو قوانينو او مقررو د اصل خلاف عمل دی چې مخکې په دې اړوند جوړ شوي او چمتو شوي دي". [۱۹]

د «ډان» ورور «هینري» هم په 1593ز کال کې، یو کاتولیک پادري، «ویلیم هرینګټون»، ته د پناه کولو په تور له نیول کیدو دمخه د پوهنتون محصل و، او په «نيوګيټ» زندان کې د «بابونک» وبا له امله مړ شو، او له دې امله «ډان» د خپلې کاتولیکې عقيدې په اړه په پوښتنو پيل کولو ته اړ شو.

د زده کړو پر مهال او له زده کړو وروسته، «ډان» د خپل پام وړ ميراث په ښځو، ادب، تفریح او سفرونو مصرف کړه. که څه هم په کره ډول نه ده ثبت، چې «ډان» چېرته سفرونه کړي دي، خو نوموړی اروپا ته تللی و. وروسته نوموړي د «سيسکس» له «ايرل» او «سر والټر ريلی» سره څنګ په څنګ په «کيډيز» (1596) او «ازورز» (1597) کې د هسپانویانو پر ضد وجنګېد، او د «سن فيليپی» په نوم د هسپانوي بېړۍ د زوال شاهد و. د نوموړي ابتدايي ژوندليکونکي «ايزک والټون» ويلي،[۱۴][۲۱]

......نوموړی لومړی په ايټاليا، او بيا په هسپانيه کې، له څو کلونو تېرولو پرته بېرته انګلستان ته راستون نه شو، چېرته چې هغه د هغو هېوادونو، د دې هېوادونو د قوانينو او حکومت له طريقېو څخه ډېرې ګټورې ليدنې وکړې، او کله چې راستون شو، نو د يادو هېوادونو ژبې يې ښې زده وې. ــ والټن 1888، 20 مخ

تر پنځه ويشت کلنۍ پورې، هغه د ديپلوماتيک مسلک لپاره ښه چمتو شوی و، چې داسې برېښي هغه يې په لټه کې و. نوموړی د لوی مهر د مشر ساتونکي «سر تاماس ايګرټن» ارشد سکرتر وټاکل شو، او د «سټرانډز» په «يارک هاوس» کې، د «ايګرټن» د لندن په کور کې مېشت شو، کوم چې د «وايټهال» ماڼۍ ته نږدې موقعيت درلود، او هغه مهال په انګلستان کې تر ټولو اغېزناک ټولنيز مرکز و.[۲۱]

له «اين مور» سره واده

[سمول]

د راتلونکو څلورو کلونو په اوږدو کې، «ډان» د «ايګرټن» له ورېرې «اين مور» د مينې په دام کې راګېر شو. دوی په 1601ز کال کې له کرسمس مخکې، د «ايګرټن» او «اين» د پلار «جورج مور»، چې د لندن د برج دویم ډګرمن و، د خوښې خلاف پټ واده وکړ. کله چې واده افشا شو، نو دې واده د «ډان» مسلک ويجاړ کړ، نوموړی له دندې لېرې، او د انګلستان د کليسا د پادري «سمويل بروک»، چې د دوی واده يې کړی و، او د هغه د ورور «کرسټوفر»، څوک چې د «جورج مور» د نه شتون پر مهال د «اين» د ورکولو لپاره هلته ولاړ و، يوځای په فليټ زندان کې بندي شو. کله چې دا واده سم ثابت شو، نو «ډاڼ» سملاسي خوشې شو او هغه ډېر ژر پاتې دوه بنديان هم خوشې کړل. «والټن» موږ ته وايي، کله چې «ډان» خپلې مېرمنې ته ليک لیکو، تر څو هغې ته د خپلې دندې له لاسه ورکولو خبر ورکړي، نوموړي د خپل نوم څخه وروسته ولیکل: جان ډان، اين ډان، نه دی شوی. له 1906ز کال څخه مخکې «ډان» له خپل خسر سره پخلا شو، او د خپلې مېرمنې ولور (مهر) يې تر لاسه کړ.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ "ECARTICO" (په انګليسي ژبه). Retrieved 11 July 2023.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Andrew Bell. "برېتانيکا دائرة المعارف" (په British English). Encyclopædia Britannica Inc.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118526758. Retrieved: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "LIBRIS". ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲. Retrieved 24 اگسټ 2018.
  5. ذکر کېدنه: Project Gutenberg. Project Gutenberg author ID: 8886. Subject named as: John Donne. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Michael S. Hart. اثر ژبه: multiple languages. Publisher: Project Gutenberg Literary Archive Foundation.
  6. ذکر کېدنه: Poetry Online database. RPO poet ID: donne-john. Subject named as: John Donne. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6j67f37. Subject named as: John Donne. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  10. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  11. CONOR.SI ID: 57314403. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "The Fine Art Archive". Retrieved 1 اپرېل 2021.
  13. "ECARTICO" (په انګليسي ژبه). Retrieved 8 اگسټ 2023.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ Colclough 2011.
  15. Grierson 1971، مم. xiv–xxxiii.
  16. Bloom 2009، مم. 14–15.
  17. Jokinen 2006.
  18. Papazian, Mary (2003). John Donne and the Protestant Reformation : new perspectives. Detroit, Michigan: Wayne State University Press. p. 3. ISBN 9780814330128.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Kunitz او Haycraft 1952، مم. 156–158.
  20. Walton 1999.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Durant او Durant 1961، م. 154.
  22. Gosse, Edmund (1899). The Life and Letters of John Donne. Vol. 1 (2018 ed.). London: Heinemann. pp. 97–99. ISBN 9781532678103. OCLC 179202190.
  23. II, Ernest W. Sullivan (30 August 2016). ""John Donne, Anne Donne, Vn-done" Redone". ANQ: A Quarterly Journal of Short Articles, Notes and Reviews (په انګليسي). 2 (3): 101–103. doi:10.1080/19403364.1989.11755209. ISSN 1940-3364.
  24. Lee 1886.